د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ۲۰۱۷ کال د بريکس هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ وزيرانو غونډه د اګيست په لومړۍ نېټه په شانګهای کې پرانيستل شوه.د دې غونډې رئيس او د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان وويل چې په دغه غونډه کې به د پانګونو د اسانتياوو،د سوداګرۍ د پرمختګ،د اقتصادي تخنيکي همکارۍ او د توان د ابادۍ او د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم د ملاتړ په اړه بحث وشي.
جونګ شان وويل چې په تېرو څو کلونو کې نړيوال اقتصاد ګام په ګام اعاده شوی،خو ناثابت اصل لاهم شته.بريکس هېوادونه بايد د ننګونو په وړاندې خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزه همکاري پياوړې او همکاريز ميکانيزم بشپړ کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |