CRI Online

د سوريې خبري رسنۍ: د امريکا تر مشرۍ لاندې د هوايي بريد له امله لږ تر لږه شپيته تنه وژل شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-01 19:26:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې خبري رسنيو د اګست په لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې د امريکا تر مشرۍ لاندې نړيوال اتحاد په تېرو څو ساعتونو کې د دغه هېواد پر ختيځو سيمو باندې هوايي بريد کړی دی چې له امله يې شپېته تنه عام وګړي وژل شوي دي.

نړيوال اتحاد د دغه هېواد په ختيځ د ديرالزور سيمې پر څو کليو باندې هوايي بريد وکړ چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول عامو وګړيو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت د جولای په دېرشمه نېټه د م م سرمنشي او د امنيت شورا رئيس ته يو ليک ولېږه او د امريکا تر مشرۍ لاندې پر نړيوال اتحاد باندې يې نيوکه کړې چې پر سوريې باندې هوايي بريدونو کې يې عامو وګړيو ته سختې مرګ ژوبلې اړولي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای