CRI Online

د افغانستان لوېديځ کې پر يو مسجد بريد وشو چې ۲۹ تنه مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-02 09:25:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان لوېديځ کې د هرات ولايت مامور د اګست په لومړۍ نېټه دا تائيد کړه، چې هرات ښار کې پر يو مسجد د تندلارو وسله والو لخوا بريد شوی او پکې لږ تر لږه ۲۹ تنه وژل شوي او ۶۴ تنه ټپيان شوي دي.

د هرات د ولايتي روغتون وياند د سين هوا اژانس خبريال ته څرګنده کړه چې دغه بريد په ځايي وخت د شپې په ۸ بجو او ۳۰ دقيقو وشو.

يو عيني شاهد خبريال ته وويل چې اکثر مړه شوي او ژوبل کسان د شيعه مزهب خلک دي، ممکنه ده د مړينې شمېره زياته شي.

ځايي رسنيو د سرچينې د خبر په حواله وويل چې لومړنيو څېړنو څرګنده کړې ده چې لږ تر لږه دوو وسله والو په دې بريد کې برخه درلوده.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای