CRI Online

د چين د پوځي بېړيو ۲۷مه ډله د بيړيو د ساتلو لپاره د ادين خليج او د سوماليې سمندري سيمې ته وخوځيده

cri     (GMT+08:00) 2017-08-02 09:28:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست په لومړۍ نېټه د چين ۲۷مه بېړۍ ساتونکې ډله له سان يا څخه ادين خليج او د سوماليې سمندري سيمې ته وخوځيدله او د بېړيو د ساتلو دندې به تر سره کړي.

په نوموړې ډله کې د های کو په نامه محاربه بېړۍ، د يو يانګ په نامه ساتونکې بېړۍ او د چينګ های په نامه د تامين بېړۍ، دوه چورلکې، لسګونه ځانګړي جنګي سرتيري او له اوو سوو نه زيات عسکر شامل دي. په دې جمله کې د يو يانګ په نامه بېړۍ په لومړي ځل د بېړيو ساتلو دنده پر غاړه لري، د های کو په نامه بېړۍ او د چينګ های په نامه بېړۍ ډېر ځله د بېړيو ساتلو دندې تر سره کړې دي.

د معلوماتو له مخې، له تېرو اتو کلونو راهيسې د چين سمندري ځواکونو د بېړيو د ساتلو په موخه ادين خليج ته د پوځي بېړيو ۲۶ ډلې ليږلې دي چې شاو خوا ۶۴۰۰ چيني او بهرنۍ بېړۍ يې ساتلې او له ۶۰ نه زياتې بېړۍ يې ژغورلې دي.

(ياسمين)   

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای