CRI Online

د امريکا د ولسمشر مرستيال په قول د امريکا او روسيې ترمنځ د اړيکو د ښه والي امکان لا هم موجود دی

cri     (GMT+08:00) 2017-08-02 09:53:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ولسمشر مرستيال ميکېل ريچارډ پينس د اګست په لومړۍ نېټه د ګرجستان په پلازمينه تفليس کې وويل، چې د ده په اند د امريکا او روسيې ترمنځ د اړيکو د ښه والي امکان لا هم موجود دی.

پينس په همدې ورځ د ګرجستان له صدراعظم جيورج کويريکشويلي سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل، چې امريکا له روسيې سره د اړيکو د ښه والي هيله لري، راتلونکي کې د امريکا او روسيې ترمنځ د اړيکو د ښه والي امکان لا هم موجود وی، خو دواړه خواوې بايد يو د بل درناوی وکړي او يو د بل مقام دې ومني.

نوموړي وويل، چې د سوله ييزو لارو تر څنګ د ځواک استعمال زموږ اصل دی. باور هم لرو چې د خبرو اترو له لارې په اوکراين، ګرجستان او د نړۍ په نورو سيمو کې دايمي شخړې او مسئلې په ښه توګه حل کېدای شي.

د ګرجستان د صدراعظمۍ ماڼۍ د اعلاميې له مخې، له خبري ناستې مخکې کوريکشويلي له پينس سره د بندو دروازو تر شا خبرې اترې وکړې چې دواړو خواوو د دفاع او امنيت په برخو کې د خپلمنځي همکارۍ او د امريکا د مرستو په اړه بحثونه وکړل.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای