CRI Online

د اسلامي همکارۍ سازمان اسرائيلو ته خبرداری ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-08-02 14:47:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزير د اګست په لومړۍ نېټه د ترکيې په استانبول کې د يوې ځانګړې غونډې له تر سره کولو وروسته اسرائيلو ته خبرداری ورکړ چې بيا د بيت المقدس په زاړه ښارګوټي مقدس ځای ته نه منلو وړ تدبيرونه ونه نيسي، که نه دغه سازمان به مقابل ګامونه پورته کړي.

له نوموړې غونډې وروسته په يوه خپره شوې اعلاميه کې پر اسرائيلو نيوکه کړې ده چې په دې وروستيو کې يې د فلز موندونکو دروازو او کمرو د نصبولو تدبيرونه نيولي او د بيت المقدس د مقدس ځای د تاريخي مقام د بدلولو نيت لري. په دې اعلاميه کې د اسرائيلو د هغې کړنې سخته غندنه شوې چې د ډله ييزې سزا د تدبيرونو له لارې يې په مقدس ځای کې د فلسطيني مسلمانانو او عيسويانو پر عبادت بنديز ولګولو. په اعلاميه کې اخطار ورکړل شوی چې په راتلونکي کې هر دغسې عمل د نه منلو وړ او ناقانونه بلل کيږي، او د اسلامي همکارۍ سازمان له مقابلو ګامونو سره به مخامخ شي.

له يادې غونډې وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ميفلوت څاوسګلو له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د دوو هېوادونو پلان پر بنسټ د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د پوره او دايمي سولې د رامنځه کولو لپاره دې ضروري هڅې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای