د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د م م عراقي مرستندويه پلاوي د اګست په لومړۍ نېټه وويل چې سږ کال په جولای مياشت په عراق کې ۲۳۹ ملکيان په تروريستي او د په زورزياتي پېښو کې او په وسلوال اخ وډب کې وژل شوي او ۲۷۳ کسان نور تپيان شوي دي.
د م م عراقي مرستندويه پلاوي په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې د ملکيانو مرګ ژوبلې اکثريت د عراق په شمالي نينوا ولايت کې پېښې شوې دي او د نوموړې ولايت په موصل کې د عراقي پوځ او د اسلامي دولت په نوم ډلې تر منځ په جنګ کې ۱۲۱ ملکيان وژل شوي او ۱۱۲ کسان نور تپيان شوي دي.
(مينه)