CRI Online

د پاکستان د مسلم ليګ ن کانديد شاهد خاقان عباسي د نوي لومړي وزير په توګه وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-08-02 15:02:34

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان پارلمان د اګيست په لومړۍ نيټه د لومړي وزير څوکۍ لپاره ټولټاکنې تر سره کړې. د واکمن ګوند مسلم ليګ ن کانديد شاهد خاقان عباسي د نوي لومړي وزير په توګه وټاکل شو.

شاهد خاقان عباسي، د خلکو ګوند کانديد سيد نويد قمر، د تحريک انصاف ګوند کانديد شيخ رشيد احمد، د جماعت اسلامي کانديد صاحبزاده طارق الله د لومړي وزير په سيالۍ کې کانديدان وو.

د پارلمان مشر اياز صديق لخوا د اعلان شوې رايګيرۍ د نتيجې له مخې، عباسي ۲۲۱ رايې تر لاسه کړې چې د نورو دريو سيالانو په نسبت ډېر مخکی و. د دې نتيجې تر اعلانېدو وروسته د مسلم ليګ ن پارلماني غړو دغه برياليتوب ولمانځه. عباسي په پارلمان کې وويل

((له ټولو کسانو څخه مننه کوم چې په دغه ډيموکراتيک بهير کې يې ګډون کړی و، پروا نلري چې دوی له ما څخه ملاتړ يا له ما سره مخالفت کړی. نن ورځ مو ډيموکراتيک بهير عملی کړ. ))

عباسي د مسلم ليګ ن له مشرتابه څخه يو دی او په سياسي چارو کې سترې تجربې لري، څو ځلې يې د پارلمان غړي په توګه دندې ترسره کړي دي. د ۲۰۱۳کال له جون څخه د روان کال د جولای تر ۲۸مې نيټې پورې هغه د پاکستان د نفتو او سرچينو وزير و.

د جولای په ۲۸مه نيټه د پاکستان سترې محکمې د نواز شريف کورنۍ د فساد په تور محکمه کړه چې د لومړي وزير په توګه د نواز شريف سابقه داري لغوه شوه. سترې محکمې هم د څارنې له ادارې څخه غوښتنه وکړه چې د نواز شريف او د ده د ځينو کورنيو په هکله پلټنې وکړي.

مسلم ليګ ن د جولای په ۲۹مه اعلان وکړ چې د نوي لومړي وزير په توګه يې د پنجاب ايالت لومړي وزير شهباز شريف نوم وړاندې کړ، عباسي لنډمهالي لومړی وزير دی. خو شهباز شريف د پارلمان غړيتوب نه لري او د پاکستان د قانون له مخې نه شي کولای د لومړي وزير په توګه کار وکړي. نو شاهد خاقان عباسي به په موقت ډول يعنې د پنځه څلوېښتو ورځو لپاره د لومړی وزير دنده پر غاړه واخلي، چې شهباز شريف د پارلمان غړيتوب تر لاسه کړي.

د لومړي وزير په توګه تر ټاکل کېدو وروسته عباسي له پخواني لومړي وزير نواز شريف څخه مننه څرګنده کړه او و يې ويل

((له ټولو دوستانو څخه مننه کوم چې له ما څخه يې ملاتړ کړی. بله خوا د مخالفينو له غړو څخه هم مننه کوم چې له ما سره يې مخالفت کړی. له پخواني لومړي وزير نواز شريف څخه تر ټولو زياته مننه کوم. ))

په همدې ورځ د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د عباسي د لوړې مراسمو مشري وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای