CRI Online

روسيه: جنګي الوتکې مو د ناټو د پوځي الوتکو له تعقيب سره مخامخ شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-08-02 15:10:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د دفاع وزارت د اګست په ۲مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې روسي جنګي الوتکې د ناټو د نظامي الوتکو له تعقيب سره مخامخ شوې.

د روسيې د دفاع وزارت په همدې ورځ خبر ورکړ چې د همدې ورځې په سهار وختي د ميګ - ۳۱ ډول ۲ الوتکې او د ان - ۲۶ ډول يوه بار وړونکې الوتکه د بالتيک سمندر په سيمه کې د يوې دقيقې لپاره د ناټو د نظامي الوتکو له تعقيب سره مخامخ شوې.

په خبر کې ويل شوي چې د روسيې جنګي الوتکو په جدي توګه د اړوندو نړيوالو قوانينو سره سم د بالتيک سمندر په سيمه کې د الوتنې عادي دنده تر سره کوله او د هيڅ هېواد پر هوايي قلمرو يې تيری نه دی کړی.

ناټو له دې نه مخکې تاييد کړې چې د اېف-۱۸ ډول ۲ الوتکې د روسي جنګي الوتکو د مخنيوي په موخه د ايسونيا له نظامي هوايي ډګر څخه الوتولې وې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای