CRI Online

يو لړ سپورتی خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-02 15:16:51
د افغانستان کرېکټ بورډ: اړتیا نه وینو د پاکستان له کرېکټ بورډه بخښنه وغواړو

شهر یار خان وايي، یوه ورځ ښاغلي مشعل ما سره ولیدل او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې نظر ډېر مثبت و، خو په بله ورځ یې د پاکستان په اړه ډېره سیاسي خبرپاڼه خپره کړه،

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي دوی له نورو هېوادونو سره د خپلو ګټو پر بنسټ اړیکي ساتي او په داسې حال کې دې څوک له دوی د بخښنې غوښتلو تمه نه لري، ځکه دوی هم دا تمه نه لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل بي بي سي ته وویل:"دا چې څوک غواړي له افغان لوري سره ښې اړیکي ولري یا هم نه، دا د هغوی خپله پرېکړه ده" خو دوی هڅه کوي د ګډو ګټو په ساتلو سره خپل اړیکي ټینګ وساتي.

وړاندې تر دې د پاکستان کرېکټ بورډ چارواکي ویلي، تر هغه یې افغان لوري ترې بښنه نه وي غوښتې، له افغانستان سره بیا اړیکې نه رغوي.

د دواړو هېوادونو د کرېکټ بورډونو ترمنځ اړیکي د تېر جون میاشتې په ۳۱مه په کابل کې د هغه موټر بم چاودنې له امله خرابې شوې چې له امله یې تر سلو ډېر کسان ووژل شول او سلګونه نور په کې ټپیان شول.

د دواړو هېوادونو د کرېکټ بورډونو ترمنځ اړیکي د تېر جون میاشتې په ۳۱مه په کابل کې د هغه موټر بم چاودنې له امله خرابې شوې.

په کابل کې د بم تر چاودنې او پر ټولنیزو شبکو له ګڼو غبرګونونه وروسته چې پاکستان سره د لوبې د نه ترسره کول یې غوښتل، د افغانستان کرېکټ بورډ تویټ وکړ چې له پاکستاني لوري سره یې د دوه اړخیزې لوبې هوکړه لغوه ده.

دې مسلې هغه وخت زور واخیست چې د افغانستان کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې د کابل د چاودنې د پړې ګوته پاکستان ته ونیوه او ویې لیکل، له هغه هېواد سره چې ترهګرو ډلو ته خوندي ځایونه او امکانات برابروي، هوکړه اعتبار نه لري.

د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر شهریار خان په لاهور کې خبریالانو ته وویل:" یوه ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ مشر (عاطف مشعل) ما سره ولیدل او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې نظر ډېر مثبت و، خو په بله ورځ یې د پاکستان په اړه ډېره سیاسي خبرپاڼه خپره کړه، نو ځکه موږ ورته وویل له تاسو سره هېڅ نه لرو."

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان کرېکټ بورډ مشر، وروسته پر خپل دریځ پېښمانه و او د ده په خبره شخصي بخښنه یې هم غوښتې ده، خو د پاکستان کرېکټ بورډ پرېکړه کړې تر هغه چې په عام محضر کې بخښنه ونه غواړي دوی به له افغانستان سره د اړیکو پر رغولو غور ونه کړي.

په دغه پېښه کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل ول.

خو ښاغلی مشعل د افغانستان د کرېکټ بورډ پر ټویټرپاڼې هم لیکلي چې:"د پاکستان د کرېکټ بورډ په ګډون زموږ اړیکي له نورو کرېکټ بورډونو سره پر دوه اړخیز درناوي او ملي ګټو ولاړ دي، او موږ د بخښنې غوښتلو اړتیا نه وینو."

په کابل کې تر بمي چاودنې درې ورځې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ مشر په مشرۍ یوه پلاوي له شهریار خان سره په لاهور کې ولیدل.

دواړه بورډونه هوکړې ته ورسېدل چې ملي لوبډلې به یې په اګسټ میاشت کې په کابل او اسلام اباد کې دوستانه شل اوریزې لوبې تر سره کړي.

افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دا وروستیو کې د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا د ټیسټ لوبو بشپړ غړیتوب تر لاسه کړی دی.

د افغانستان ښځینه معلولینو باسکټبال لوبډلې تاریخي بریا

د افغانستان د ښځینه معلولینو باسکتبال ملي لوبډلې د آسیا اتو هېوادونو ترمنځ اتلولي خپله کړه.

دغه لوبې چې ویلچیر پرسر ترسره کیږي د اندونیزیا په بالي ټاپو کې تېره دوشنبې پیل شوې وې.

افغان لوبډلې خپلې ټولې لوبې ګټلي او د اتلولۍ کپ یې هم خپل کړ.

دا لومړی ځل دی چې افغان معلولینو باسکټبال لوبډله دغه بریا ترلاسه کړې ده.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له ټایلنډ سره ترسره کړې وه او په پایلوبه کې هم د دغه هېواد له لوبغاړو سره مخامخ شوه.

افغان لوبډلې په پایلوبه کې ۶۵ د ۲۵ په وړاندې امتیازونه ترلاسه کړل او د بالي کپ یې د خپل هېواد په نوم کړ.

د افغانستان معلولینو فدراسیون مسؤلین وايي افغان لوبډلې په نشت امکاناتو سره خپل تمرینونه او تیارۍ نیولې وې چې بالاخره یې هڅو رنګ راوړ او اوس یې اتلولي خپله کړه.

د دغې لوبډلې لوبغاړې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو راغلي او د سره صلیب په مرسته یې خپل تمرینونه ترسره کول.

د آمو د معلولیت لرونکو وګړو د کرکټ لوبډله د زونونو په کچه د معلولیت لرونګو وګړو د کرکټ د سیالیو اتله شوه

د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو وګړو سیالۍ چې د پنځو زونونو د معلولیت لرونکو وګړو د لوبډلو په ګډون ترسره شوې، نن پای ته ورسیدې. د پای په لوبه کې د آمو د معلولیت لرونکو وګړو د کرکټ لوبډلې د سپین غر معلولیت لرونکو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو د لړۍ اتلولي ترلاسه کړه.

د پای د لوبې پچه سپین غر لوبډلې وګټله او توپوهنه یې وکړه. دوی د سیالۍ په ټولو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره آمو لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې نور اسلام ۵۰ او نثار ۴۱ منډې جوړې کړې.

آمو لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۶ اورونو کې د هیڅ لوبغاړي له سوځیدو پرته ترلاسه کړ چې له ډلې یې عبیدالله ۷۶ او زبیر ۶۱ منډې جوړې کړې.

د سیالیو د پای په مراسمو کې د معلولینو د کرکټ مسئول ډاکټر عبدالمنان مسعود، په افغانستان کې د سویډن کمیټې د سویډن کمیټې د معلولینو د پروګرام مسئول محمد امین قانت، د سویډن کمیټې یو شمیر نورو غړو، د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې غړي حاجي احمدشاه، د کرکټ بورډ د کورني کرکټ او رسنیو څانګې کارکونکو او د رسنیو استازو ونډه درلوده. د پای د مراسمو په ترڅ کې د پای د لوبې غوره لوبغاړي عبید الله، د سیالیو غوره لوبغاړي زبیر، غوره توپ اچونکي سیف الله، د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې او د دوهم مقام ګټونکې لوبډلې ته مډالونه او د اتلولۍ جامونه ورکړل شول.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د معلولیت لرونکو وګړو له استعدادونو او په کرکټ کې د دوی له فعالې ونډې قدرداني کوي او آمو لوبډلې ته د لومړي او سپین غر لوبډلې ته د دوهم مقام د ترلاسه کولو مبارکي وایي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای