CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين د عدالت او مساوات د ساتلو لپاره چين پر خاورو باندې د هند د تيرې کولو په اړه سند خپور کړی دی.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-02 16:07:19

د چين د بهرنيو چارو وزارت د اګست په دوهمه نېټه د چين او هند ترمنځ د سکيم په سرحدي سيمه کې د چين پر خاورو باندې د هند د سرحدي پوځ د تيرې کولو د رښتيا او د چين د دريځ تر عنوان لاندې يو سند خپور کړ او غواړي چې نړيوالې ټولنې ته د دغې پېښې رښتيا او واقعيت وښيي او د چيني حکومت دريځ څرګند کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ وويل، چې د چين موخه دا ده چې د خپل هېواد حاکميت، د نړيوال قانون اصول او د نړيوالو اړيکو اساسي پاليسي او عدالت او مساوات وساتي. چين باور لري چې واقعيت پر ځای شي او تحريف نه شي.

په دغه سند کې راغلي، د هند سرحدي پوځ د جون په اتلسمه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سکيم په سرحدي کرښې باندې په تيرې کولو سره د چين خاورو ته ننوواته. تر اوسه د هند پوځ لا هم د چين په خاورو کې پاتې دی. چين څو څو ځله له ډيپلوماتيکې لارې چارې هند ته په دې اړه احتجاج کړی او د هند د عمل سخته غندنه يې کړې ده. چين له هند څخه غوښتنه کوي چې د تاريخي سرحدي تړون درناوی وکړي او سمدلاسه له چين څخه خپل ځواکونه وباسي. چين سړه سينه ساتي، خو هند هيڅ لازم تدبير نه دی نيولی.

نوموړي وويل، چې د سکيم په سرحدي سيمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي کرښه په ۱۸۹۰م کال کې د چين او بريټانيې غونډې د تبت او هند د تړون له مخې ټاکل شوې ده او د دواړو هېوادونو د حکومتونو لخوا منل شوې ده. دغه واقعيت نه شي تحريف کېدای. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای