CRI Online

ايران د امريکا د نويو بنديزونو په مقابل کې د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون کډې کميټې ته دعوا وړاندې کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-02 16:13:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د دې په هکله چې د امريکا کانګرس او د ماليې وزارت په دې وروستيو کې پر ايران نوي بنديزونه لګولي، د ايران د پارلمان مشر علي لاريجاني د اګست په لومړۍ نېټه وويل، چې ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون کډې کميټې ته دعوا وړاندې کړې ده.

د ايران د انګليسي نيوز ټلويزيون د خبر له مخې، د ايران د پارلمان مشر لاريجاني د اګست په لومړۍ نېټه وويل، چې د امريکا له خوا پر ايران د نويو بديزونو لګول د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون د ځينو مادو څخه سرغړونه ده، ايران نه يوازې پر امريکا ديپلوماتيک فشار اچولی، بلکې د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون کډې کميټې ته يې دعوا وړاندې کړې ده.

په همدې ورځ د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په ترکيه کې د اسلامي همکارۍ سازمان د غونډې په مهال وويل، چې د امريکا د نوي پړاو بنديزونه د ايران سره د دښمنۍ د ژوروالي او د ژمنو د ماتولو نښه ده. ايران به د امريکا د دا ډول کړنو پر وړاندې قانوني او اغېرمن ګامونه پورته کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای