د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د PEW يعنی د پيو څېړنيز مرکز د اګست په لومړۍ نېټه د پلټنې يو راپور خپور کړ چې له مخې يې د نړۍ د نژدې څلوېښت سلنه وګړو په اند امريکا لوی ګواښ بلل کيږي چې دا انډول د څلور کالو په پرتله په نسبت لوړ شوی دی.
د پلټنې د نتيجې له مخې، د نړۍ اته دېرش سلنه کسان په دې نظر دي چې امريکا د خپل هېواد لپاره لوی ګواښ دی، خو په ۲۰۱۳ کال کې په يوه ورته پلټنه کې دغه انډول يوازې پنځه ويشت سلنه و.
بر سيره پر دې، د څليرويشت سلنه کسانو په اند امريکا لومړی ګواښ نه دی او د درويشت سلنه کسانو په اند امريکا ګواښ نه دی. د فرانسې، استراليا، المان، کانادا، جاپان، بريتانيا، اسرائيلو او جنوبي کوريا په شمول د امريکا په ملګرو هېوادونو کې له امريکا څخه د کرکې او د دښمنۍ نظر لرونکو کسانو شمېر زيات شوی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |