د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د صدراعظم مرستيال وانګ يانګ د اګيست په ۲مه نېټه په شانګهای کې د بريکس هېوادونو له استازو سره چې د اقتصاد او سوداګرۍ د وزيرانو په ۷مه غونډه کې ګډون کړی ،وکتل.
وانګ يانګ وويل چې اقتصادي او سوداګريزه همکاري د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ خوځنده ځواک دی.موږ بايد ګډ کوښښ وکړو څو چې د روان کال په پای کې د نړيوال سوداګريز سازمان د وزيرانو ۱۱مه غونډه فعال پرمختګونه تر لاسه کړي.
وانګ يانګ په چين کې د تصديو د پانګونې ،ادارې او د نوښت حالت د پېژندلو لپاره په شانګهای کې د بهرنيو پانګو له خوا جوړ شويو تصديو څخه هم ليدنه وکړه .
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |