CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه د شاهد خاکان عباسي د ټاکنې په اړه د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-02 21:23:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اګست په دوهمه نېټه د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه د شاهد خاکان عباسي د ټاکنې په اړه د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ.

يو خبريال ورڅخه پوښتنه وکړه چې د اګست په لومړۍ نېټه د پاکستان د نفتو او طبيعې زيرمو پخواني وزير شاهد خاکان عباسي د نوي صدراعظم په توګه وټاکل شو. چين په دې اړه څه نظر لري؟

وياند ګنګ شوانګ وويل، چې چين د پاکستان د صدراعظم په توګه د ښاغلي شاهد خاکان عباسي د ټاکلو هر کلی کوي او باور لري چې د ده تر مشرۍ لاندې د پاکستان حکومت په پر له پسې توګه د هېواد د امنيت د ساتلو او د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. چين غواړي له پاکستان سره يو ځاي د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د ابادۍ لپاره ګډ کوښښ وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای