CRI Online

دوه امريکايي سرتېري په افغانستان کې ووژل شول.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-03 08:38:52
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزارت وياند ښاغلي جېف داويس د اګست په ۲مه نيټه څرګنده کړه چې دوه امريکايي سرتېري د افغانستان په جنوب کندهار ولايت کې د ساتونکې دندې تر سره کولو په وخت کې د بريد له امله وژل شوي دي. اوس پر دغه بريد پلټنه روانه ده.

د امريکا په مشرۍ په افغانستان کې د ناټو ميشتو ځواکونو د ۲۰۱۴ کال په پای کې په دغه هېواد کې خپله جنګي دنده پای ته رسولې، بيا وروسته د دغه هېواد امنيتي ځواکونو ته روزنيز او تخنيکي ملاتړ برابروي. اوس په افغانستان کې د امريکايي سرتېريو شمېر ۸۴۰۰ او د ناټو نورو هېوادونو د سرتېريو شمېر کابو ۵۰۰۰ دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای