د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ د اګست په ۲مه نيټه پر روسيې، ايران او شمالي کوريا د بنديز لګولو مسوده لاسليک کړه. همدارنګه دغه قانون نافذ شو. خو هغه څرګنده کړه چې په دغه قانون کې سختې نيمګړتياوې شتون لري.
ولسمشر ټرمپ د همدې ورځې په يوه اعلاميه کې خبر ورکړ چې هغه ايران او شمالي کوريا ته د سختې سزا له ورکولو سره موافق دی او هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د امريکا په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.
خو هغه دا هم وويل چې په ياده مسوده کې سختې نيمګړتياوې موجودې دي، په تېره بيا په ديپلوماتيکو چارو کې د امريکا د اداري څانګو صلاحيت ته زيانونه رسېږي او د امريکايي ګټو د ګټلو په برخه کې يې د ولسمشر نرمي کموي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |