د سين هو اژانس د خبر له مخې، د روسيې خارجه وزارت د اګست په ۲مه نيټه د دغه خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ ترهګرو د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د روسيې پر سفارت د هاوان بريد وکړ، خو له نيکمرغه هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په قول، دوه ګولۍ د روسي سفارت دننه لوېدلې او نور دوه يې سفارت ته نژدې ځای کې وچاوېدلې. له دې امله د سفارت ودانيو ته لږ څه زيانونه رسېدلي، خو هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |