د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د ۱۱مې دورې ولسمشر د اداري دفتر مشر ښاغلي محمد نهاونديان د اګست په ۲مه نيټه خبريالانو ته څرګنده کړه چې د ۱۲مې دورې حکومت په کابينه کې به تقريباً نيمايي غړي د پخوانې کابينې غړي وي، د پاتې نورو وزيرانو څوکۍ به بدلې شي.
نوموړي وويل چې نوې کابينه به د ولسمشر روحاني د پلويانو ملاتړ تر لاسه کړي. نو ولسي وګړي به پرې باور ولري چې نوې کابينه د خپلې ارادې څرګندوی دی. د ولسمشر مرستيال او نوې کابينه به يوه هماهنګه او موثره ډله تشکيل کړي. د پخواني حکومت په وړاندې يو لړ عمده ستونزې او ننګونې لېرې شوې او نوی حکومت به اقتصادي چارو او د بنسټيزو تاسيساتو ابادۍ ته چټک پرمختګ ورکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |