CRI Online

دميتري مدويديف : پر روسيې د امريکا لخوا نوي بنديزونه هيڅ معنی نه لري

cri     (GMT+08:00) 2017-08-03 10:04:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې صدراعظم دميتري مدويديف د اګست په دوهمه نېټه وويل، پر روسيې د امريکا لخوا نوي بنديزونه هيڅ معنی نه لري. نوي بنديزونه په يو لړ پايلې ولري، لومړی، د روسيې او د امريکا د نوي حکومت تر منځ د اړيکو د ښه والي هيله به د دغو بنديزونو له امله ماته شي. امريکا به پر روسيې هر اړخيز تجارتي جنګ پيل کړي.

هغه په همدې ورځ په خپله فيس بوک پاڼه کې ويلي، ښايي دغه بنديزونه تر راتلونکو لسګونو کلونو پورې دوام ولري. د امريکا دغه عمل ډېر خطرناک دی چې د بې ثباتۍ سبب ګرځي. روسيه له امريکا سره همکارۍ ته خلاصه رويه لري. يوازې که امريکا ټوله نړۍ سمه وپيژني، د امريکا او روسيې تر منځ اړيکې به ښې شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای