د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا هوايي پوځ د اګست د دوهمې نېټې په سهار وختي دوو بجو او لسو دقيقو د کاليفونيا ايالت د واندنبرګ په اډه کې يو ځل بيا د مينوتيض ۳ په نوم د قاره ويشتونکي بالستيک توغندي ازموينه تر سره کړه. دا د سږ کال له پيل څخه راپدېخوا له دې اډې څخه همدا ډول څلورمه ازموينه ده. دغه توغندي له شپږ زره اوه سوه او نهه پنځوس کيلومترۍ الوتنې وروسته د مارشال ټاپوګانو ټاکلي موخه په نښه کړې ده. په دې توغندي کې د څارنې سامان آلات نصب شوي.
د امريکا پوځ ويلي چې دغه ازموينه د شمالي کوريا په مقابل کې نه ده، يوازې د دې ډول توغندي د جنګي توان ارزونه ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |