CRI Online

روسيې هغه خبر رد کړ چې په سوريه کې يې د روسي سرتيرو د مرګ ژوبلې شمېر پټ کړی

cri     (GMT+08:00) 2017-08-03 10:05:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د دفاع وزارت وياند يګور کوناشنکوف د اګست په دوهمه نېټه هغه خبر رد کړ چې په سوريه کې يې د روسي سرتيرو د مرګ ژبلې شمېرنه پټ کړی.

د رويترس اژانس د اګست په دوهمه نېټه خبر ورکړ که څه هم د روسيې حکومت وايي سږ کال په سوريه کې لس تنه روسي سرتيري ووژل شول، خو واقعيت دا دی چې سږ کال په سوريه کې د يوويشتو شخصي پوځي مشاورانو، اوولسو سرتيرو او دوو نامالومو کسانو په شمول لږ تر لږ څلوېښت تنه روسي پوځي کارکوونکي وژل شوي. مسکو ته څېرمه د دغو وژل شويو سرتيرو يوه هديره شته.

کوناشنکوف وويل، دغه خبر بيخی دروغ دی. د روسيې دفاع وزارت د سرتيرو د مرګ ژوبلې شمېر يوازنۍ خپرونکې خوا ده. ښايي په سوريه کې د روسيې شخصي پوځي کارکوونکي موجود وي، خو دوی د کليمين ماڼۍ او دغه وزارت سره اړيکې نه لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای