CRI Online

ايټاليا له قطر سره د ۵ مليارډو يورو په ارزښت د نظامي تجهيزاتو د پلورنې تړون لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-08-03 10:42:36

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني، بريتانيا، فرانسې او امريکا له خارجه وزيرانو وروسته د ايټاليا خارجه وزير انګېلينو الفانو د اګست په ۲مه نېټه د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېد. دواړو هېوادونو په همدې ورځ د ۵ مليارډو يورو په ارزښت د نظامي تجهيزاتو د پلورنې تړون لاسليک کړ.

د قطر خارجه وزير محمد بن عبدالرحمن الثاني له الفانو سره ګډه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د تړون له مخې، قطر به له ايتاليا څخه د ۵ مليارډو يورو په ارزښت چې ۷ نظامي بېړۍ هم پکې شاملې دي، نظامي تجهيزات واخلي. دغه تړون د دواړو خواوو د پوځي همکارۍ يوه برخه ده.

الفانو څرګنده کړه، ايتاليا هيله لري چې له قطر سره د دفاعي چارو په اړه همکاري پراخه کړي، خو دغه همکاري په پوځي ډګر يا قطر ته د نظامي تجهيزاتو په پلورنې پورې نه محدوديږي بلکې اقتصادي او سوداګريزې برخې ته به هم پراخې شي او دواړه هېوادونه به ژر د اقتصادي او سوداګريزو همکارو تړون لاسليک کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای