CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د ونزويلا د اساسي قانون د کمېټې د استازيو د ټاکنو په هکله د خبريال پوښتنې ته ځواب ور کړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-03 14:34:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اګست په دوهمه نېټه د ونزويلا د اساسي قانون د کمېټې د استازيو د ټاکنو په هکله د خبريال پوښتنې ته ځواب ور کړ او و يې ويل چې، چين دې ته متوجه دی چې د ونزويلا د اساسي قانون د کمېټې د استازيو ټاکنې عمومآ په آرام ډول تر سره شوې دي، دغه راز چين هم د اړوندو خواوو غبرګونونه په پام کې نيولي دي. ګنګ شوانګ وويل چې چين تل د نورو هېوادونو په داخلي چارو کې د نه لاسوهنې سياست اجرا کوي او دا ادعا کوي چې د هېوادونو تر منځ توپيرونه بايد د مساوات،متقابل احترام او د يو بل کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې په بنسټ حل شي. مونږ صادقانه هيله لرو چې د ونزويلا بېلا بېلې خواوې د قانون په چوکاټ کې خبرې اترې وکړي، په منظم ډول اړوندې مسئلې حل کړي او د هېواد د ثبات او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ساتلو دپاره کوښښ وکړي. چين باور لري چې د ونزويلا حکومت او خلک د خپل هېواد چارو د ښه حل و فصل توان لري.يوه ثبات او پرمختيا لرونکي ونزويلا د بېلا بېلو خواوو له ګټو سره سمون لري. (مينه)
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای