د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيې يي د اګست په ۲مه نيته له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ ضد په واحد معيار سره اغېزمن تدبيرونه ونيسي او د ترهګرو لخوا د وسلو د لاسته راوړلو لاره پرې کړي.
نوموړي په همدې ورځ په امنيت شورا کې يوه اړونده علني غونډه کې څرګنده کړه چې مختلف هېوادونه بايد په هره کړۍ کې د ادارې او کنټرول نظام او تدبيرونه اغېزمن شي، د وسلو د توليد، ذخيرې او لېږد رالېږد جدي څارنه دې وکړي، د غير قانوني معاملو او قاچاق له لارې ترهګرو ته د وسلو د برابرولو مخنيوی دې وکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |