د چين د پلازمېنې بېجينګ شمالي خوا ته په کابو ۲۰۰ کيلومترۍ کې په نړۍ کې تر ټولو لومړی لوی انساني ځنګلونه ليدل کېږي چې عمومي مساحت يې ۷۴ زره او ۷۰۰ مربع هکتارو ته رسېږي. د دغو انساني ځنګلونو نوم سی هان با دی. په ۱۹۶۲ کال کې د چين حکومت دلته د نيالګيو په کېنستلو پيل کړ دی. په سر کې د دغې سيمې په شاوخوا کې د کال په څلورو فصلونو کې سخت باد لګېده او طبيعي چاپېريال يې ډېر خراب و. خو تر نيمې پېړۍ وروسته اوس دلته طبیعي منظرې ډېرې په زړه پورې او د خلکو لخوا د خوښۍ وړ دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |