د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادرو د روانې میاشتې په ۲ نیټه اعلان وکړ چې د اساسي قانون جوړیدونکي مجلس تر۴ نیټې وځنډول شو. نوموړي په همدی ورځ د دغه مجلس د ۵۴۵ تنو غړو د لوړه خوړلو په مراسمو کې وویل چې د ۳۵ تنو غړو وروستي پروسه له ګواښ سره مخامخ ده نو په سوله ییزه او ارامه توګه د تشکیلاتي کارونو د ترسره کولو لپاره د یاد مجلس د جوړیدو وخت ۴ نیټې ته وځنډول شو.
د دې ترڅنګ نوموړي په همدې ورځ جورګي اریزا د خارجه وزیر په توګه هم ټاکلی دی چې د پخواني ولسمشر هوګو چاویز زوم دی.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |