CRI Online

د ترکیې پوځ ډیر لوړپوړی مشران تنظیم شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-08-03 15:33:19
د ترکیې پوځ ډیر لوړپوړی مشران تنظیم شوي دي

د ترکیې پوځي عالي شورا د روانې میاشتې په ۲ نیټه په انقره کې د یوې عمومي غونډې په ترڅ کې د ځمکني سمندري او هوايي ځواکونو قوماندانانو د ټاکنې پریکړه وکړه.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند په یاده غونډه کې ویلي چې د نظامي پولیسو قوماندان یاسار ګولیر د ځمکني ځواک د قوماندان په توګه، د سمندري ځواک د قوماندان مرستیال ادنان اوزبال د قوماندان په حیث او د توغندیو ځواک قوماندان حسن کوزوکایوز د هوايي ځواک د قوماندان په توګه وټاکل شول. د ترکیې لوی درستیز هولوسی اکار په خپله څوکۍ پاتی شوی. د ځمکنیو، سمندري او هوايي ځواکونو اوسنی قوماندان به تقاعد شي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای