د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په درېيمه نېټه په بېجينګ کې د کوريايي ټاپووزمې په اړه وويل، چې د امنيت مسئله د کوريايي ټاپووزمې د حلولو مرکز دی. نوموړي هيله وښوده چې بېلا بېلې خواوې د خبرو اترو له لارې د پاملرنې وړ مسئلو د حلولو لپاره اصلي لايحه پيدا کړي، تر څو له دغې ټاپووزمې څخه ذروي وسله پاکه شي.
په تېرو څو ورځو کې د شمالي کوريا لخوا د بالستيک توغنديو د توغولو له امله د کوريايي ټاپووزمې حالات يو ځل بيا ترينګلي شوي دي. وزير وانګ يي په همدې ورځ د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير سره د کتنې نه وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين د دغې مسئلې په اړه پر دايمي او ثابت دريځ ټينګار کوي او د شمالي کوريا لخوا د بالستيک توغنديو له توغولو سره مخالفت کوي. چين له بېلا بېلو خواوو څخه وغوښتل چې خپله سړه سينه وساتي او لمسونونکي عمل ونه کړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |