CRI Online

امنيت شورا د ترهګريزو ډلو لخوا د وسلو تر لاسه کولو د مخنيوي په اړه يو پرېکړه ليک تصويب کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-08-03 16:35:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،امنيت شورا د اګيست په دوهمه نېټه د ترهګريزو ډلو لخوا د وسلو د تر لاسه کولو د مخنيوي په هکله يوه علنی غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې يو پرېکړه ليک تصويب شو چې له مخې يې نړيواله ټولنه بايد د ترهګريزو ډلو لخوا د وسلو د تر لاسه کولو لارې بندې او د سيمه ييز امنيت او سولې د ساتلو لپاره خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

د همدې ورځې په ياده غونډه کې د امنيت شورا غړو هېوادونو په ټولو موافقو رايو ۲۳۷۰م پرېکړه ليک تصويب کړ او پکې غوښتنه شوې چې نړيواله ټولنه بايد د ترهګريزو ډلو لخوا د وسلو د تر لاسه کولو سرچينې او د ترهګريزو ډلو ترمنځ د وسلو ليږدراليږ لارې د پرې کولو لپاره خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

د نشه يي موادو او جرمونو مسئلو په اړه د م م د دفتر اجراييوي مشر يوری فيدوتوف په ياده غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې د ترهګريزو ډلو لخوا د وسلو د تر لاسه کولو مخنيوی د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره ستر اهميت لري. ده وويل

((امنيت شورا په دې پوهيږي چې د ترهګريزو ډلو لخوا د وسلو د تر لاسه کولو مخنيوی د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره ډېر مهم دي. ترهګرو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په بېلا بېلو طريقو د لويې پيمانې وژونکو وسلو په شمول وسلې تر لاسه کړې او کوي يې. بيا د کمزورې سرحدي ادارې او انټرنيټي شبکې په تېره بيا د پټو شبکو په وسيله يې په ناقانونه توګه وسلې قاچاق کړی او کوي يې. د وسلو دغه شان ناقانونه قاچاق له ځينو نړيوالو جرمي ډلو سره اړه لري چې نړيوالې سولې او امنيت ته ستر ګواښونه رسوي. ))

د ترهګرۍ پر ضد د مبازرې په اړه د امنيت شورا د کمېټې د اجراييوي ادارې استازي چن وې شيونګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې اوس د ترهګريزو ډلو لخوا د وسلو تر لاسه کولو مخنيوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي او بېلا بېلې خواوې بايد لا زيات کوښښونه ترسره کړي. ده وويل

(( که څه هم د امنيت شورا غړو هېوادونو په دې برخه کې څرګند برياليتوبونه تر لاسه کړي، خو موږ بايد په دغو ساحو کې کوښښونو ته دوام ورکړو چې بايد ترهګرو ته د وسلو پر برابرولو او پلورلو د مخنيوي په اړه د اړوندو دولتي قوانينو څارنه او پياوړې شي، د وسلو د لرلو، کارولو او پلورلو په برخو کې دې حکومتی کنټرول پياوړی شي او داسې نور. ))

په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيې يي په ياده غونډه کې د امنيت شورا د دې پرېکړه ليک هر کلی وکړ او هيله يې وښودله چې دغه پرېکړه ليک به په نږدې وخت کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د نړيوالې ټولنې په همکارۍ تطبيق شي. ليو جيې يي وويل، نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې پر يو معيار ټينګار وکړي چې د ترهګريزو ډلو لخوا د وسلو تر لاسه کولو بېلا بېل چانسونه بند شي. د امنيت شورا غړی هېوادونه بايد د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې سيمه ييزه او نړيواله همکاري پياوړې کړي او د ترهګريزو ډلو لخوا د وسلو تر لاسه کولو د مخنيوي لپاره بايد واحد پوځ جوړ کړي. ده وويل

((بېلا بېل هېوادونه بايد د ترهګريزو ډلو لخوا د وسلو تر لاسه کولو د سرچينو او طريقو په هکله مالومات شريک او تبادله کړي، يو له بل دې اړوندې تجرپې زده کړي. د م م اړوند ارګانونه بايد د ترهګرۍ پر ضد د حالاتو د نوي تمايل او نوې ځانګړتيا په اړه څېړنې پياوړې کړي چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د څو اړخيز ميکانيزم په حيث د همغږي رول ولوبوي او د تخنيک په برخه کې له غړو هېوادونو سره مرستې وکړي. له دې نه پرته د انټرنيټي شبکې په برخه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د نړيوالې او سيمه ييزې همکارۍ پياوړتيا ډېره مهمه ده. ))

ليو جيې يي وويل، چين له اوږدې مودې راهيسې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په ځينو څو اړخيزو همکاريزو ميکانيزمونو کې ګډون کړی او کوي يې. چين به په دوامداره توګه په اړونده سيمه ييزه او نړيواله همکارۍ کې برخه ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای