CRI Online

د ايران عالی شمر ايت الله خامنه يي په رسمي توګه د نوې دورې ولسمشر په توګه حسان روحاني وماڼه.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-03 18:03:14

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران عالی مشر ايت الله خامنه يي د اګست په درېيمه نېټه په رسمي توګه د دغه هېواد د نوې دورې ولسمشر په توګه حسان روحاني وماڼه او حسان روحاني به د همدې مياشتې په ۵مه نېټه د لوړې مراسم تر سره کړي.

ايت الله خامنه يي د منلو په مراسمو کې هيله څرګنده کړه چې حسان روحاني د ولسمشر په حيث په عادلانه توګه کار وکړي، د کمزوري ډلو په استازيتوب وينا وکړي او د هېواد يووالی او شرافت وساتي.

ولسمشر حسان روخاني وويل، چې هغه به د مامور په نوې زمانه کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو، په هره ساحه کې د ټولنيز خير ښېګړي سيستم د جوړولو او د توليدي توان او کاري فرصت د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای