CRI Online

وانګ يي د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-08-03 18:07:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اګيست په ۳مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بېجينګ کې د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير ميلوت چاوشوګلو سره وکتل.دواړو په ګډه د چين او ترکيې د بهرنيو چارو د وزيرانو د سلامشورې ميکانيزم ۲مه غونډه تر سره کړه.

وانګ يي وويل چې په تېرو ۲ کلونو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ۴ ځلې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره خبرې اترې کړي.دواړه هېوادونه بايد په جدي توګه د دواړو مشرانو تر لاسه شوی موافقه ليک پلی کړي څو چې د چين او ترکيې ترمنځ ستراتيژيکي همکاريزې اړيکې نورې هم پياوړې شي.چاوشوګلو وويل چې ترکيه له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او په پر له پسې توګه به د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار وکړي او له چين سره به د يو کمربند او يوې لارې پلان پلی کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای