د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان نوی صدر اعظم شاهد خقان عباسي د اګست په ۳مه نيټه څرګنده که چې چين تل د پاکستان نژدې دوست دی. هيله ده چې د دواړو خواوو ترمنځ دوستانه همکارۍ لا زياتې لاسته راوړنې ولري.
په پاکستان کې د چين لوی سفير ښاغلي سون وی دونګ په همدې ورځ له صدر اعظم عباسي سره ملاقات وکړ. ښاغلي عباسي سفير سون ته وويل چې د پاکستان او چين ترمنځ د همکارۍ ښې نتيجې ډېرې دي. د پاکستان بېلا بېلې ټولنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دخليز له ابادۍ څخه د ملاتړ په اړه يووالي ته رسېدلې دي. پاکستان له چين څخه مننه کوي چې د هېواد پرمختګ ته تل قوی ملاتړ برابروي او پخوانيو تګلارو ته به دوام ورکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ واقعي همکاري به پرمخ بوزي.
سفير سون وی دونګ څرګنده کړه چې د چين او پاکستان ترمنځ د ټولې هوا دوستي له زياتو ازموينو څخه تېره شوې ده. پاکستان د چين په ديپلوماتيکو تګلارو کې لومړيتوب لري. باور لرم چې د پاکستان صدر اعظم به د صدر اعظم عباسي په مشرۍ سره د ملي يووالي او ثبات لپاره کوښښونه وکړي او اقتصادي او ټولنيزو چارو ته به پرمختګ ورکړي. چين غواړي له پاکستان سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه پرمختيايي حالت وساتي، د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دخليز ابادي دې پرمخ بوزي او د ټولې هوا د ستراتيژيکې همکارۍ خپلمنځي اړيکو ته ژور پرمختګ ورکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |