CRI Online

په چين کې د ملي لږکيو په اړه لومړی دايره المعارف په رسمي توګه چاپ شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-04 09:04:08

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په چين کې د ملي لږکيو په اړه لومړی دايره المعارف اوس د نړيوالو کتابونو مطبعې لخوا په رسمي توګه چاپ شوی چې چاپېدل يې د چين پر ملي لږکيو د څېړنې لپاره بنسټيز رول لوبولای شي.

دغه دايره المعارف ۱۵ ټوکې لري چې پکې ۲۵ مليونه کلمې ليکل شوې. محتويات يې په چين کې د ۵۶ ملي لږکيو د تاريخ، سياست، پوځي چارو، ټولنې، اقتصاد، مذهب او دود په شمول له زياتو معلوماتو څخه عبارت دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای