د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې انادولو خبري اژانس د اګست په ۳مه نيټه خبر ورکړ: ۳۳ سوريايان چې په غير قانوني توګه ترکيې ته ننوتلي وو، په دې وروستيو کې توقيف او بيا شړل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه سوريايان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحد نه په تېرېدو د ترکيې په جنوب د هاتای ولايت په يايلاداګي سيمه کې يوې پوځي اډې ته ننوتلي وو.
په ۲۰۱۱ کال کې سوريه کې د کورنۍ جګړې له پېښېدو نه راپديخوا څو مليونه سوريايان له جګړې څخه د ډډه کولو لپاره ترکيې ته ننوتلي دي. په دې وروستيو ورځو کې ترکيې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحداتو په اوږدو کې کابو ۵۰۰ کيلومتره ديوالونه جوړ کړي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |