د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې دفاع وزارت د اګست په ۳مه نيټه اعلان وکړ چې د روسيې استازي او د سوريې نرم دريځه مخالفين د سوريې په منځ حمص ولايت کې د نښتو کولو سيمې په اړه يووالي ته رسېدلي او پرېکړه يې کړې چې پر ځايي وخت د ۳مې نيټې له دوولسو بجو څخه د حکومتي پوځ او نرم دريځه مخالفينو ترمنځ پوره اوربند تر سره شي.
د روسيې د دفاع وزارت وياند ايګور کونشينکوف د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د روسيې د دفاع وزارت استازيو او د سوريې نرم دريځه مخالفينو د جولای په ۳۱مه نيټه د مصر په پلازمېنه قاهره کې ياده پرېکړه کړې وه. خو داعش او د ملاتړ جبهې په شمول تندلارې اورپکې به په اوربند کې ګډون کوونکي نه وي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |