د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست په ۳مه نيټه په روسيه کې د امور په نامه د طبيعي ګازو چمتو کولو پروژې د پيل مراسم تر سره شول چې د چين د CGGC ډله به د دغې پروژې په ابادي کې برخه ولري. د دغې پروژې تر بشپړېدو وروسته به په روسيه کې د طبيعی ګازو د چمتو کولو تر ټولو لويه فابريکه وګرځي. د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوټين په يادو مراسمو کې حاضر و او يوه وينا يې وکړه.
هغه څرګنده کړه چې د امور په نامه د طبيعي ګازو د چمتو کولو فابريکه له تېرو ۵۰ کلونو راهيسې په روسيه کې همدا ډول تر ټولو لويه پروژه ګڼل کېږي. د اوسني ډيزاين له مخې، هر کال د دغې فابريکې له لارې ۴۲ مليارډ مکعب متره طبيعي ګاز توليدېدای شي چې د دغه هېواد د انرژۍ صنعت حتی د لېرې ختيځ ټولې سميې ته ستر پرمختګ ورکول کېدای شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |