د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوله ساتونکو چورلکو لومړې ډلې د اګست د درېيمې نېټې په غرمه په سوډان کې په بريالي ډول ټولې ازموينې بشپړې کړې. دغه ډله به په نژدې راتلونکې کې د دارفور د الفاسير سيمې ته الوتنه وکړي.
د مالوماتو له مخې، د دې ډلې د څلورو چورلکو حالت ښه دي او د م م لخوا له ټاکل شوي اړوند معيار سره سمون لري.
د سږ کال د جون په يوولسمه او دوولسمه نېټه، د دې ډلې پيلوټان سوډان ته رسېدلي، د جولای په يو دېرشمه نېټه، دغې ډلې د خرطوم په هوايي ډګر کې لومړې ازموينه تر سره کړه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |