د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر دانالډ ټرمپ د اګست په ۳مه نيټه پخپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د امريکا او روسيې ترمنځ اړيکې اوس د تاريخ تر ټولو ټيټ ځای ته لوېدلې دي.
هغه هم نيوکه وکړه چې د امريکا د ملي کانګرس له امله له روسيې سره اړيکې همغومره خرابې شوې دي.
له دې نه يوه ورځ وړاندې ولسمشر ټرمپ پر روسيې، ايران او شمالي کوريا د بنديزونو په اړه يوه مسوده لاسليک کړې وه.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |