CRI Online

په هند کې د چين سفارت مختار وزير هندي رسنيو ته د چين دريځ بيان کړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-04 11:15:47
د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، په هند کې د چين سفارت مختار وزير ښاغلي ليو جين سونګ د اګست په ۳مه نيټه د هند له څو عمده رسنيو سره يوه ناسته جوړه کړه او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل. هغه د سيکيم په برخه کې د چين او هند ترمنځ له سرحد نه د چين خاورو ته د هندي سرحدي ځواکونو د ننوتلو واقعيتونو او د چين د اړوند دريځ تر سرليک لاندې د چين د خارجه وزارت لخوا خپور شوی سند بيان کړ.

هغه دې ته اشاره وکړه چې ياد سند د تاريخ، قانون او نړيوالو اړيکو په شمول له بېلا بېلو اړخو په هراړخيزه او جدي توګه د چين اړوند دريځ روښانه کوي.

هغه زياته کړه چې د دغه سند د خپرېدو لاملونه دا دي: لومړی، د هند د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو په شمول نړيوالې ټولنې ته چيني خاورو ته د هندي پوځ د ننوتلو په اړه واقعي حالات څرګندول چې نړيواله ټولنه ترې د چين حکومت پر پوره دريځ ښه پوه شي او پر دې بنسټ به د دغې پېښې د حل پر سمې لارې فکر وکړي. دوهم، له دې وروستيو څو ورځو راهيسې يو شمېر هنديانو يو لړ بې دليله نظرونه څرګند کړي چې د هندي پوځ لخوا د ناقانونه تېري لپاره يې پلمه جوړه کړې وه. د دې تر څنګ د هند خارجه وزارت د جون په ۳۰مه نيټه هم يوه اعلاميه خپره کړه. نو چين بايد خپل دريځ په پوره، سمه او جدي توګه بيان کړي. درېيم، يو نيم مياشتې تېرې شوې چې هندي پوځ چيني خاورو ته ننوتلي وو، ۴۸ هندي سرتېري او يو بلدوزر لا تر اوسه په چين کې پاتې دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای