CRI Online

د ايران مذهبي مشر د هېواد د دوولسمې دورې ولسمشر په توګه حسن روحاني ومانه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-04 15:37:03

د اګست په درېيمه نېټه، په ايران کې د ولسمشر د ټاکنې په مراسمو کې د ايران د مذهبي مشر ايت الله سيد خامنه يي د هېواد د دوولسمې دورې ولسمشر په توګه حسن روحاني ومانه چې د مې مياشت ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې بريالی شو. د ايران د اساسي قانون سره سم، هغه څوک چې په ولسمشريزو ټولټاکنو کې بريالی شي، بايد د ايران د مذهبي مشر له خوا ومنل شي او د صلاحيت پېغام تر لاسه کړي، په رسمي توګه لوړه کولی شي.

په همدې ورځ د ولسمشرد ټاکنې په مراسمو کې، د ايران د کورنيو چارو وزير عبدلريضا رحماني فضلي لومړی د ولسمشريزو ټولټاکنو حالت بيان کړ، ورپسې د ايران د مذهبي مشر دفتر مدير محمد محمدي ګلپايغاني د مذهبي مشر خامنه يي په استازيتوب د صلاحيت پېغام ولوست.

(( د ايرانيانو له رايو سره موافقه کوم او حسن روحاني د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر په توګه منم. ))

د صلاحيت په پېغام کې دا ښيي چې ولسمشر بايد پر عدالت ټينګار، له کمزورو ډلو سره د مرستو، د ملي يووالي او وقار د ساتنې او د دولتي توان د پرمختګ په برخو کې انرژۍ راغونډه کړي. نوموړي پېغام د بنديزونو په مقابل د اقتصادي ميکانيزم د عملي کېدو مهم ارزښت ياد او دې ته يې اشاره کړې چې د کارونو او کورني توليد مسئلو ته دې ځانګړې پاملرنه ورکړل شي.

ولسمشر حسن روحاني چې په مسلسله توګه خپله دنده پر غاړه اخلي، په خپله وينا کې وويل، چې د اقتصاد پرمختګ، د بېوزلۍ له منځه وړل او د کارونو زياتوالی به په راتلونکو څلورو کلونو کې د حکومت د کارونو مهم ټکي وي.

(( له بيخه د بېوزلۍ له منځه وړل او د ټولنيز ضمانت د مجموعي سيستم ابادول د دوولسمې دورې حکومت له دندو څخه دي. هيله مند يم چې د دې حکومت د ماموريت په موده کې د نابرابرۍ د کمولو په برخه کې لا ځلانده برياليتوبونه وليدل شي. ټولو ته معلومه ده چې ټولنيزه برابري د هېواد د شتمنۍ پر بنسټ جوړيږي، د ايران په اوسنيو شرايطو کې د غريبۍ له منځه وړل غواړو، بايد نور زيات کاري فرصتونه برابر کړو، ځکه اوس بېکاري د بېوزلۍ يو عمده لامل دی. د دوولسمې دورې حکومت به د توليد او کارونو زياتوالي ته لومړيتوب ورکړي او د يوولسمې دورې د حکومت اقتصادي پلان ته به دوام ورکړي، د ايران د عمومي تګلارو سره سم په تيره بيا د بنديزونو پر ضد د اقتصادي پاليسۍ سره سم به نوی پلان وړاندې کړي. ))

روحاني دا هم وويل چې ايران له ډېرو سختو بنديزونو څخه ډډه کړې، دا پورته شوی لومړی ګام دی. ايران له نورو څخه د بېلېدو حالت نه مني، د ايران د ذروي مسئلې له هراړخيز تړون څخه ښکاري چې ايران له نړيوالې ټولنې سره فعال او مثبت تګ راتګ کړی دی. اوس ايران د پخوا په پرتله لا ځواکمن باور لري، د خلکو تر ملاتړ لاندې او د اساسي قانون په چوکاټ کې به له نړۍ سره د اغېزمنو تبادلو لپاره هڅې وکړي.

د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه يي د ولسمشر د ټاکنې په مراسمو کې په خپله وينا کې وويل، چې د خلکو ژوند، له نړۍ سره پراخ تګ راتګ او له تسلط او بادارۍ غوښتنې سره مخالفت د نوي حکومت په کاري اجنډه کې عمده موضوعات بلل کيږي، له نوي حکومت څخه يې غوښتنه وکړه

(( د هېواد د نوې اداري مودې پيل د دا مراسمو له ارزښت څخه يو دی، هيله لرم چې ولسمشر او مامورين د دندې په موده کې په لا فعاله توګه او په لا ځواکمن توان د خلکو اړتياوې پوره کړي او د خلکو ژوند ته خوشالي ورسوي. ))

د اجنډا سره سم، ولسمشر حسن روحاني به د اګست په پنځمه نېټه د ايران په پارلمان کې د لوړې مراسم تر سره کړي، ورپسې به نوې کابينه جوړه کړي او د نوې دورې حکومت چارې به پيل کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای