CRI Online

د پاکستان نوې کابينې لوړه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-05 16:29:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان خبري رسنيو د اګست په ۴مه نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان د نوې کابينې غړو په همدې ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لوړه وکړه چې ولسمشر ممنون حسين، نوي صدراعظم شاهد خاقان عباسي، د بېلا بېلو ګوندونو او پاکستاني ځواکونو مشرانو د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی و.

د پاکستان دولتي تلويزيون خبر ورکړ چې نوې کابينه له ۴۶ تنو څخه جوړه شوې چې ۴۳ تنو يې په همدې ورځ د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی دی. په نوې کابينه کې د دفاع پخوانی وزير او د برېښنا وزير خاوجه محمد اصف د بهرنيو چارو وزير په توګه، د سوداګرۍ پخوانی وزير خرم دستګير خان د دفاع وزير په توګه او د پلانونو او پرمختګ وزير احسان اقبال چودري د کورنيو چارو وزير په توګه ټاکل شوي دي.

په خبر کې ياد شوي چې د نوې کابينې زياتره غړو د پخواني صدراعظم نواز شريف په کابينه کې دنده درلوده، د پنجاب ايالت له جنوبي سيمې څخه د راغلو غړو شمېر هم زيات شوی دی. د څېړونکو په اند، د دې عمل موخه يې په ځايي سيمه کې د مسلم ليګ (ن) د اغېزو ټينګول دي، تر څو د راتلونکي کال د پارلماني ټاکنو لپاره تياری ونيول شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای