CRI Online

امريکا په رسمي توګه م م ته له پاريس تړون څخه د وتلو غوښتنليک وړاندې کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-08-05 16:41:10

د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اګست په ۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې امريکا په همدې ورځ په رسمي توګه م م ته له پاريس تړون څخه د وتلو غوښتنليک وړاندې کړ، خو که ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا او امريکايي شرکتونو، کارګرانو، خلکو او ماليه ورکوونکو لپاره لا ګټور مقررات وګوري، هغه به په دې تړون کې د بيا ګډون په اړه خلاصه رويه غوره کړي.

د ۲۰۱۵کال په دسمبر کې د م م د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د نژدې ۲۰۰ لاسليک کوونکو خواوو تر موافقې لاندې د پاريس په غونډه کې د پاريس تړون تصويب شو چې تر ۲۰۲۰ کال وروسته له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې يې د ګردې نړۍ د عملونو ترتيب کړی. خو ټرمپ د امريکا د ولسمشريزو ټولټاکنو په پيل کې پرې نيوکه کړې وه چې دغه تړون د امريکا د ګټو لپاره زيانمن دی، او د ده په خبره اقليمي بدلون دروغ دي. د روان کال د جون په لومړۍ نېټه، ټرمپ په رسمي توګه اعلان وکړ چې امريکا به له پاريس تړون څخه ووځي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د خپره شوې اعلاميې له مخې، امريکا په همدې ورځ په رسمي توګه م م ته له پاريس تړون څخه د وتلو غوښتنليک وړاندې کړ او و يې ويل چې امريکا به د اړوندو مادو سره سم ژر تر ژره له دې تړون څخه ووځي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای