د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د اقتصاد وزير نيهت زيبيکچي د اګست په ۴مه نېټه وويل، ترکيه هيله لري چې د ايران له لارې له قطر سره سوداګري وکړي.
نوموړي په همدې ورځ د ځايي خبري رسنيو له خبريالانو سره مرکه کې وويل، چې ترکيه له قطر سره د سوداګرۍ د پر ځای کېدونکې لارې د موندلو په هڅه کې ده، په ځمکه د ايران له خاورې څخه په تېريدو تر ټولو لنډه لاره ده. هغه وويل، چې د اړوندو دريو هېوادونو چارواکي به د اګست په ۵مه نېټه د ايران د ولسمشر حسن روحاني د لوړې له مراسمو وروسته د يادې مسئلې په هکله بحث وکړي.
د جون له پيل راهيسې قطر د ګاونډيو هېوادونو له ټرافيکي بنديز سره مخامخ شوی، ترکيې د ۲۲۰ باروړونکو الوتکو له لارې قطر ته خوراکي مواد او د ژوند اړتيا وړ شيان ليږدولي دي چې د ليږدونې بيه يې ډېره لوړه تمامه شوې ده. که د ترکيې مالونه د ايران له لارې قطر ته وليږدول شي، د ټرانسپورټ بيه به يې ډېره ټيټه شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |