CRI Online

امنيت شورا پر شمالي کوريا د نويو بنديزونو د لګولو پريکړه ليک تصويب کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-08-06 17:26:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د اګست په ۵مه نېټه د شمالي کوريا په اړه د ۲۳۷۱م نمبر پريکړه ليک تصويب کړ، د شمالي کوريا يې سخته غندنه وکړه چې د جولای په ۴مه او ۲۸مه نېټه د بالستيک توغنديو د توغولو ازموينې تر سره کړې، له شمالي کوريا څخه يې وغوښتل چې له ذروي وسلو او د توغنديو له پلانونو څخه لاس دې واخلي، او پريکړه يې وکړه چې پر شمالي کوريا به لا سخت بنديزونه ولګوي.

د نوموړي پريکړه ليک مسوده چې د اګست په ۴مه نېټه د امريکا له خوا وړاندې شوی، د امنيت شورا ۱۵ غړو هېوادونو په اتفاق تصويب کړه. د دې پريکړه ليک سره سم، د شمالي کوريا د بهرنيو اسعارو کلني عايدات به د نويو بنديزونو له امله لږ تر لږه يو مليارډ امريکايي ډالره کم شي يعنط يو پر درېيمه برخه به کمه شي. بر سيره پر دې، په پريکړه ليک کې د بېلا بېلو هېوادونو له خوا د شمالي کوريا د کارګرو پر منلو بنديز هم شامل دی.

د پريکړه ليک سره سم، شمالي کوريا بايد نوي ذروي ازموينې ونه کړي او نوي بالستيک توغندي دې نه توغوي،او له ذروي وسلو او پلانونو څخه دې لاس واخلي. پريکړه ليک پر دې ټينګار کړی چې د شپږ اړخيزو خبرو اترو او په سوله ييزه توګه له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو ملاتړ کوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای