د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ځواکونو د اګست د ۵مې نېټې په سهار وختي سوريې ته نژدې سرحدي سيمې ته وسلې او تجهيزات وليږدول، تر څو په دې سيمه کې پوځي ميشتوالی ځواکمن کړي.
د ترکيې د اناتوليا خبري اژانس د خبر له مخې، ليږدول شوې وسلې او تجهيزات چې پکې د بوس ټوپونو په ګډون درنې وسلې شاملې دي، د سوريې سرحد ته نژدې د ترکيې په جنوب ختيځ کيليس ولايت کې به ځای پر ځای شي.
د ترکيې د عامه افکارو په اند، د سوريې په شمال کې د کرد ديموکراتيک ليګ ګوند د دغو عملياتو موخه ده. د معلوماتو له مخې، د ترکيې پوځونو په دې وروستيو کې د نوموړي ګوند له فرعي وسلوالو ډلو سره څو ځله شخړې کړې دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |