CRI Online

پر شمالي کوريا د نويو بنديزونو په اړه په م م کې د چين د دايمي استازي ليو جيه يي څرګندونې

cri     (GMT+08:00) 2017-08-06 17:30:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د اګست په ۵مه نېټه د شمالي کوريا په اړه د ۲۳۱۷م نمبر پريکړه ليک تصويب کړ او پريکړه يې وکړه چې پر شمالي کوريا به لا سخت بنديزونه ولګوي. په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيه يي وويل، چې پر شمالي کوريا د بنديزونو اصلي موخې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو پاکول، د خبرو اترو او سلامشورو له لارې د مسئلو حلول او په دې ټاپووزمه کې د ګډوډۍ او جګړو مخه نيول دي.

نوموړي وويل، چې د ۲۳۷۱م نمبر له پريکړه ليک څخه د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په هکله د نړيوالې ټولنې ګډ دريځ څرګنديږي. په دې پريکړه ليک کې عمده ۳ برخې شاملې دي چې لومړی، د شمالي کوريا پر ذروي او توغنديو پلانونو يې نور بنديزونه لګېدلي دي. دوهم، د اقتصادي تګ راتګ او همکارۍ، غلودانو او بشري مرستو په ګډون پر فعاليتونو د منفي اغېزو نيت نه ليدل کيږي کوم چې په پريکړه ليک کې له بنديزونو سره مخامخ نه دي. درېيم، پريکړه ليک د شپږ اړخيزو خبرو اترو د اعاده کولو غوښتنه او ژمنه يې کړې چې په سوله ييزه، ديپلوماتيکه او سياسي لاره دې مسئلې حل شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای