CRI Online

وانګ يي: د شمالي کوريا د ذروي او توغنديو پلانونو مخه نيول او د سوله ييزو خبرو اترو اعاده کول دواړه مهم دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-08-06 17:31:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اګست د ۶مې نېټې په سهار د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فيليپين په مانيلا کې د ختيځې آسيا د همکارۍ په اړه د وزيرانو غونډې په مهال د شمالي کوريا پر ضد د م م د امنيت شورا د نوي پريکړه ليک په هکله د خبريالانو پوښتنې ته ځواب ور کړ.

وانګ يي وويل، چې د همدې ورځې په سهار وختي امنيت شورا د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په اړه د ۲۳۷۱م نمبر پريکړه ليک تصويب کړ. چين د امنيت شورا د دايمي غړي هېواد په توګه په دې بهير کې په عيني او عادلانه دريځ سره مسئولانه او مثبت رول لوبولی.

نوموړي دې ته اشاره وکړه چې بنديزونه لازم دي، خو اخرنۍ موخه نه ده، اصلي موخه يې دا ده چې د خبرو اترو له لارې د حل لارې چارې پيدا شي، تر څو له کوريا ټاپووزمې څخه ذروي وسلې پاکې شي او دايمي امنيت او آرامي تر لاسه شي. له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه کوو چې په مسئولانه رويه خپلې پريکړې وکړي او پرې عمل وکړي، په تيره بيا بايد د حالاتو ترينګلتيا مخه ونيول شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای