CRI Online

حسن روحاني د ايران د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-08-06 17:35:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د شنبې ورځې له غرمې وروسته د ايران منتخب ولسمشر حسن روحاني په پارلمان کې په رسمي توګه لوړه وکړه او د ولسمشر په توګه يې د خپل ماموريت دوهمه موده پيل کړه.

نوموړي لومړی د ايران د عدلي لوي څارنوال صديف لريجاني په ملګرتيا ټولو پارلماني غړو او د اساسي قانون د څارونکې کميټې غړو په وړاندې سوګند وکړ او ژمنه يې وکړه چې د اسلام دين، د ايران اسلامي جمهوريت نظام او د هېواد اساسي قانون به وساتي.

ورپسې روحاني د لوړې وينا وکړه. هغه په خپله وينا کې وويل، چې ايران د قانوني نظام او ازادۍ د ساتلو په لاره کې ستره قرباني ورکړې، ايرانيان د اسلامي جمهوريت پر نظام ډېر باور لري، نوی حکومت به د دولتي پرمختګ اړتياوو ته پاملرنه وکړي او د ملي ګټو ساتلو ته به چمتو شي. د ايران د ذروي مسئلې د تړون په هکله روحاني وويل، چې امريکا په دې تړون کې د شويو ژمنو مراعات نه دی کړی، که څه هم ايران به په ابتکاري ډول له دې تړون څخه سرغړونه ونه کړي، خو د امريکا د سرغړوونکو کړو وړو په وړاندې به چوپ پاتې نه شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای