د سينهوا اژانس د خبر له مخې، امريکا د اګست په ۴مه نېټه م م ته له پاريس تړون څخه د وتلو غوښتنليک وړاندې کړ، دغه عمل يې د نړيوالې ټولنې د ناخوښۍ سبب ګرځيدلی، د زياتو هېوادونو چارواکو، پوهانو او خبري رسنيو پر امريکا نيوکه کړې ده چې له اقليمي بدلون سره د مبارزې په اړه له نړيوال تړون څخه وتل يې غلطه پريکړه ده.
د روسيې د طبيعي سرچينو او چاپيريال وزير سيرګي دونسکوي د اګست په ۵مه نېټه په ټولنيزه شبکه کې وويل، د ټرمپ حکومت دغه کړنه د بوش حکومت له هغه عمل سره يو شان ده چې د کيوتو له پرېکړه ليک څخه يې وتلی. دا يوه وېروونکې خطا ده چې امريکا د يو لوي هېواد په توګه له پاريس تړون څخه ځان ايستلی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |